پښتو
د ویکټوریا آیالتي ټاکنې د شنبې په ورځ د نومبر په 28 نېټه ترسره کېږي.
څوک باید په دې آیالتي ټاکنو کې رایه ورکړي؟
د اسټرالیا ټول اتباع چې 18 کاله یا له هغې زیات عمر لري او په ویکټوریا کې ژوند کوي، دوی باید په ټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره نوملیکنه وکړي.
که چېرې تاسو د استرالیا یو تبع یاست، مګر تر اوسه مو د رایې ورکولو لپاره نوملیکنه نه ده کړې، تاسو باید د سه شنبې ورځې د شپې تر8 بجو ، د نومبر په 3 نېټه نوملیکنه وکړئ.
ډیری خلک د رایې ورکولو لپاره د نوملیکنې په موخه د تابعیت په مراسمو کې ګډون کوي. که چېرې تاسو ډاډه نه یاست چې نوملیکنه مو کړې ده او که نه؟ تاسو کولای شئ د دې موضوع د معلومولو لپاره زموږ سره په 03 9209 0112 شمېره اړیکه ونیسئ.
د رایې ورکولو لپاره نوملیکنه وکړئ
تاسو کولای شئ د رایې ورکولو لپاره په آنلاین بڼه (په انګلیسي ژبه) نوملیکنه وکړئ یا کولای شئ د اسټرالیا د ټاکنو کمیسیون (AEC) لخوا ژباړل شویو سرچینو څخه د مرستې په موخه کار واخلئ.
که چېرې تاسو د ( سه شنبې ورځ، د نومبر 3 نېټې د شپې تر 8 بجو ) پورې د نوملیکنې وروستۍ نېټه له لاسه ورکړې وي، ستاسو نوم به د رایې ورکولو په مرکز کې د رایې ورکولو لپاره نه وي. تاسو کولای شئ د ټاکنو کار کوونکو ته ووایئ چې غواړئ د رایې ورکولو په مرکز کې نوملیکنه وکړئ او رایه ورکړئ. دوی کولای شي له تاسو سره د فورمې په ډکولو کې مرسته وکړي.
خپل جزئیات وګورئ یا یې اپډیټ کړئ
کله چې تاسو د ټاکنو په لیست کې شامل شوئ، نو تاسو باید خپل معلومات اپډیټ وساتئ. هر ځل چې تاسو خپل کور بدلوئ، د خپلې نوملیکنې معلومات هم باید اپډیټ کړئ. که چېرې تاسو خپل نوم بدل کړی وي یا په دې وروستیو کې مو کډه کړې وي، تاسو باید خپل معلومات د سه شنبې ورځې د نومبر 3 نېټې د شپې 8 بجو وړاندې اپډیټ کړئ.
تاسو کولای شئ خپل نوملیکنه په آنلاین ډول (په انګلیسي ژبه) اپډیټ کړئ تر څو د خپلې پتې یا نوم اړوند معلومات اپډیټ کړئ.
آیا زه باید رایه ورکړم؟
هو. که چېرې تاسو په ویکټوریا کې نوملیکنه کړې وي، باید رایه ورکړئ. که چېرې رایه ورنه کړئ او موجه دلیل ونه لرئ، کیدای شي $105 جریمه شئ.
څه دول رایه ورکړئ
وختي رایه ورکړئ
هر څوک کولای شي په دې ټاکنو کې وختي رایه ورکړي، ځانګړي دلیل یا د اضافي فورمې ډکولو ته اړتیا نشته ده.
د وختي رایې ورکولو مرکزونه به د چهارشنبې ورځې د نومبر له 18 تر جمعې ورځې د نومبر تر 27 پورې د سهار له 9 د ماښام تر 6 بجو. پورې پرانیستي وي. د وختي رایې ورکولو مرکزونه د یکشنبې په ورځ د نومبر په 22 نېټه بند دي .
د ټاکنو په ورځ رایه ورکړئ
د ټاکنو په ورځو به د رایې ورکولو مرکزونه له شنبې د نومبر له 28 د سهار له 8 د ماښام تر 6 بجو پورې پرانیستي وي .
له چهارشنبې ورځې، د نومبر له 4 نېټې څخه خپل ځان ته څېرمه د رایې ورکولو مرکز په دې ویب پاڼه کې ومومئ.
د رایې ورکولو ټول مرکزونه به د رایې ورکولو لارښوونې په 29 ژبو ولري.
کیدای شي د رایې ورکولو یو شمېر مرکزونو کې کار کوونکي پر انګلیسي سربېره پر نورو ژبو هم خبرې وکړي. دوی به د هغې ژبې یو نښان ولري چې دوی پرې خبرې کوي.
د پوسټ له لارې رایه ورکړئ
تاسو کولای شئ په آنلاین ډول غوښتنلیک واستوئ تر څو په دې ټاکنو کې د رایې ورکولو پاڼې تاسو ته د پوست له لارې واستول شي.
تاسو کولای شئ د چهارشنبې ورځې د نومبر د 4 او چهارشنبې ورځې د نومبر 25 ترمنځ د ماښام تر 6 بجو پورې غوښتنلیک واستوئ
موږ به له سه شنبې ورځې د نومبر له 10 څخه د رایو صندوقونه د پسټ له لارې واستوو. خپله رایه بشپړه کړئ او هغه د شنبې په ورځ د نومبر 28 نېټې د ماښام 6 بجو وړاندې د ځواب په درکړل شوي پاکټ کې بیرته واستوئ.
څه ډول د رایې ورکولو پاڼه ډکه کړو
د دې لپاره چې ستاسو رایه وشمېرل شي، تاسو باید د خپلې دوې رای پاڼې په سم ډول بشپړې کړئ
د استازو د کوچنۍ جرګې د رایې ورکولو د پاڼې په مخ باندې:
- د هغه کس د نوم تر څنګ چوکاټ کې د 1 عدد ولیکئ چې تاسو غواړئ ګټونکی شي
- د خپل دویم انتخاب د نوم تر څنګ چوکاټ کې د 2 عدد ولیکئ
- د خپل درېیم انتخاب د نوم تر څنګ چوکاټ کې د 3 عدد ولیکئ
- تر هغې د عددونو لیکولو ته دوام ورکړئ تر څو چې ټول چوکاټونه ډک شي
- یوازې عددونه وکاروئ.
د استازو د مشرانو جرګې د رایې ورکولو په پاڼه کې کولای شئ لاندې موارد ترسره کړئ:
- د خپلې خوښې وړ ترتیب پر بنسټ لږ تر لږه په پنځو چوکاټونو کې د شمېرو په لیکلو سره له کرښې پورته ډلې ته رایه ورکړئ
یا - د انفرادي نوماند لپاره د رایې ورکولو په موخه د کرښې لاندې د خپلې خوښې وړ ترتیب پر بنسټ لږ تر لږه 5 چوکاټونه له 1 څخه تر 5 پورې ډک کړئ او رایه ورکړئ.
- که چېرې تاسو غواړئ کولای شئ له 5 څخه زیاتې شمېرې ولیکئ، مګر د دې لپاره چې ستاسو رایه وشمېرل شي نو لږ تر لږه باید 5 شمېرې ولیکئ.
د رایې ورکولو د څرنګوالي په اړه لا زیات معلومات
له ویکټوریا څخه لرې یاست؟
که چېرې تاسو د چهارشنبې ورځې د نومبر له 18 او د شنبې ورځې د نومبر د 28 ترمنځ په ویکټوریا کې نه یاست، بیا هم رایه ورکولای شئ. تاسو به وکولای شئ:
- په حضوري ډول په اسټرالیا کې د آیالتونو ترمنځ د ټاکنو په هر کمیسیون کې رایه ورکړئ
- له هېواد څخه بهر د رایې ورکولو په هر مرکز کې په حضوري ډول رایه ورکړئ
- د پسټ له لارې د رایې ورکولو لپاره اقدام وکړئ او د خپلې رايې بشپړه شوې پاڼه موږ ته واستوئ
- د پوسټ له لارې د رایې ورکولو غوښتنه وکړئ او هغه له هېواد بهر د رایې ورکولو تر ټولو نږدې مرکز ته واستوئ.
د آیالتونو ترمنځ د رایې ورکولو مرکزونه او له هېواد بهر د رایې سپارلو مرکزونه یوازې د کاري ساعتونو په لړ کې پرانیستي دي. د ټاکنو په ورځ (شنبه، د نومبر 28) د آیالتونو ترمنځ د رایې ورکولو مرکزونه او له هېواد بهر د رایې سپارلو مرکزونو کې رایه اچونه نه ترسره کېږی.
که چېرې تاسو لرئ وئ موږ ته خبر راکړئ
که چېرې تاسو د چهارشنبې ورځې د نومبر له 18 او د شنبې ورځې د نومبر د 28 ترمنځ په ویکټوریا کې نه یاست او نشئ کولای وختي یا د پسټ له لارې رایه ورکړئ، تاسو کولای شئ موږ ته خبر راکړئ.
موږ ته د خبر راکولو 3 غوراوي شته دي:
- زموږ سره په >03 9209 0112 t شمېره اړیکه ونیسئ تر څو د ژباړن په مرسته زموږ سره خبرې وکړئ
- له ویکټوریا څخه لرې د فورمې د ډکولو لپاره (په انګلیسي ژبه) له زما نوملیکنه وګورئ، څخه کار واخلئ
- I که چېرې تاسو په لنډمهاله یا نامحدوده توګه له آیالت یا هېواد څخه بهر وئ، تاسو کولای شئ له بهر څخه د خبر ورکولو فورمه (په انګلیسي ژبه) د AEC له لارې واستوئ .
VoterAlert
VoterAlert د لیکلي پيغام یا برېښنالیک له لارې د ټاکنو په اړه د خبرداري ورکولو خدمت دی. تاسو کولای شئ د ټاکنو په اړه تازه معلومات او د رایې ورکولو اړوند خبرداري (په انګلیسي) ترلاسه کړئ.
په VoterAlert کې نوملیکنه وکړئ
څوک د ټاکنو لپاره نوماند شوي دي
تاسو کولای شئ له چهارشنبې ورځې د نومبر له 4 (په انګلیسي ژبه) د هغو کسانو نومونه وپلټئ چې د ټاکنو لپاره نوماند شوي دي.
په ټاکنو کې نوماند کېدل
که چېرې تاسو غواړئ په ټاکنو کې ګډون وکړئ، نو ځان باید نوماند کړئ.
په ټاکنو کې د نوماند کېدو لپاره نوملیکنه له چهارشنبې ورځې د نومبر له 4 څخه پيل او د دوشنبې په ورځې د نومبر په 9 د غرمې په 12 بجو پایته رسېږي:
په ټاکنو کې د نوماند کېدو په اړه لا زیات معلومات (په انګلیسي ژبه)
د مالي مرستې افشا کول
د اسټرالیا هر تبع چې په اسټرالیا کې ژوند کوي او د اړوندې سوداګرۍ شمېره ولري، کولای شي په ویکټوریا کې سیاسي مالي مرستې ترسره کړي. د اړوندې سوداګرۍ شمېرې په دې ډول دي:
- د اسټرالیایي سوداګرۍ شمېره (ABN)
- د اسټرالیایي شرکت شمېره (ACN).
یو مالي مرسته کوونکی نشئ کولای د 2026 د اپریل د 15 او د نومبر د 28 ترمنځ له $5,190 څخه زیاته مرسته ترسره کړي. که چېرې تاسو $1,290 مالي مرسته وکړئ یا یې ترلاسه کړئ، تاسو باید هغه د VEC د معلوماتو د افشا کولو د سیستم په کارولو سره دا معلومات زموږ سره شریک کړئ. تاسو باید د مالي مرستې له ترسره کولو وروسته د 21 ورځو په لړ کې دا کار ترسره کړئ. که چېرې تاسو په $1,290 اندازه دوې یا زیاتې مالي مرستې ترسره کړئ، باید د هرې مرستې په اړه معلومات وړاندې کړئ.
د سیاسي مالي مرستې په اړه لا زیات معلومات ولولئ (په انګلیسي ژبه)
که چېرې رایه ورنه کړئ، نو څه به وشي؟
که چېرې موږ ستاسو د رایې ورکولو سوابق ونه لرو، تاسو ته به یو لیک واستوو او پوښتنه به وکړو چې آیا تاسو رایه ورکړې ده او که نه.
- که چېرې تاسو رایه ورکړې وي، موږ ته ووایئ چې چېرته مو رایه ورکړې ده تر څو خپل سوابق وګورو
- که چېرې تاسو رایه نه وي ورکړې، موږ ته یې د دلیل په اړه ووایئ.
تاسو کولای شئ دې خبرتیا ته په آنلاین ډول، د لیک یا برېښنالیک له لارې ځواب ورکړئ.
که چېرې تاسو ځواب ورنه کړئ، یا د رایې د نه ورکولو اړوند موجه دلیل ونه لرئ، تاسو باید $105 جریمه ورکړئ.
لا زیات معلومات
که چېرې تاسو د 2026 کال آیالتي ټاکنو په اړه کومه پوښتنه لرئ، له >03 9209 0112 شمېرې سره اړیکه ونیسئ تر څو د یوه ژباړن په مرسته زموږ سره خبرې وکړئ.